
ALPA in Exile
HLT
پنځلسم اګست زما لپاره یوازې یوه نېټه نه ده؛ بلکې د هغې ورځې یادونه ده چې زما او د افغانستان د زرګونو نورو نجونو ډېرې هیلې او خوبونه ودرول شول.
د طالبانو له راتګ مخکې ما حقوق لوستي وو او له ډېرو هیلو سره مې دې څانګې ته مخه کړې وه. زما هدف دا و چې د قضا او څارنوالۍ په برخه کې کار وکړم او له خپلې پوهې او مسلکي تجربې څخه د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو، د حقونو د دفاع لپاره ګټه واخلم. ما د خپل راتلونکي لپاره ډېر پلانونه درلودل او فکر مې کاوه چې له فراغت وروسته به خپل مسلکي ژوند پیل کړم.
خو د طالبانو له راتګ سره، زه په خپله مسلکي برخه کې له کار کولو څخه محرومه شوم. زما لپاره دا یوازې د یوې دندې له لاسه ورکول نه وو؛ ما داسې احساس کاوه چې زما د هویت او هغه راتلونکي یوه برخه، چې ما کلونه ورته هڅې کړې وې، له ما څخه واخیستل شوه.
له دې پېښې وروسته مې شاوخوا دوه کاله له سختو روحي فشارونو او ستونزو سره تېر کړل. خپله انګېزه مې له لاسه ورکړې وه او نه پوهېدم چې له خپلو کلونو زده کړو او هیلو سره څه وکړم. دا ډېره سخته وه چې ووینم هغه رشته مې چې له مینې او علاقې سره لوستې وه، نه شم کولی په خپل مسلکي ژوند کې ترې ګټه واخلم.
نن زه ښوونکې یم او له تدریس څخه خوند اخلم، خو په صادقانه توګه باید ووایم چې زما تخصص او زده کړې د قضا په برخه کې دي؛ له همدې امله، زما د اوسني کار او هغه څه ترمنځ واټن چې ما کلونه ورته ځان چمتو کړی و، کله ناکله راته ستړی کوونکی او دردونکی وي.
اوس نږدې پنځه کاله تېر شوي دي او داسې احساس کوم چې هغه مینه او لېوالتیا چې یوه ورځ مې له حقوقو سره لرله، نور د پخوا په څېر نه ده. کېدای شي دا علاقه په بشپړه توګه له منځه نه وي تللې؛ ښايي یوازې د کلونو محرومیت او بېبرخلیکۍ له امله کمزورې شوې وي.
زما تجربه یوازې د یوه کس تجربه نه ده. د افغانستان زرګونو نجونو کلونه زده کړې وکړې، د خپل راتلونکي لپاره یې پلانونه جوړ کړل او هیله یې لرله چې په ټولنه کې ونډه ولري؛ خو د خپلې پوهې او وړتیاوو د کارولو فرصتونه ترې واخیستل شول.
خو بیا هم نه غواړم دا کلونه د خپل ژوند پای وبولم. کېدای شي تېر وخت بدل نه کړای شم، خو کولی شم د خپل راتلونکي لپاره یو ځل بیا هڅه وکړم.
زه هیله لرم چې یوه ورځ داسې راشي چې هېڅ افغانه نجلۍ اړ نه شي چې د زده کړو او راتلونکي، د خوبونو او محدودیتونو ترمنځ یو انتخاب وکړي؛ داسې ورځ چې نجونې وکولای شي هغه رشته چې له مینې او علاقې سره یې لولي، په خپل واقعي ژوند کې هم وکاروي.
پنځلسم اګست زما لپاره د له لاسه ورکړل شوو خوبونو یادونه ده؛ خو هیله لرم چې دا زما د خوبونو پای نه وي.
Afghanistan